يوه ښځه او زوى يې په پروان کې په مرموز ډول ووژل شول .

کابل باختر د ثور پنځمه 
په پروان ولايت کې  يوه ښځه له زوى سره  يې په مرموز  ډول ووژل شوه .
  پوليس وايي چې ددغو دوو تنو مړي يې دچاريکار ښار په بايان سيمه کې ددوى  په کور کې ترلاسه کړي دي .
دامنيتي  مامورينو لومړنى څيړنې ښيي چې دغه ښځه  اونهه کلن ماشوم يې څو ورځې مخکې وژل شوي دي ..
  دپروان دپوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل چې ښايي دغه ښځه اوزوى يې زندى کړى شوي دي. تراوسه پورې  ددغې پيښې انکيزه نه ده  روښانه شوې .
دپروان دپوليسو دغه مقام وايي چې ددغې  پيښې  دانګيزې  اودهغې دعاملينو پيژندلو لپاره څيړنې پيل شوي دي .
ويل کيږي چې ددغې دري څلويښت کلنې ښځې  اودهغې  دنهه کلن زوى  مړي دپيښې دڅرنګوالي دروښانه کيدو لپاره عدلي طب ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته