دايکنډي باختر دوږي دمياشتې ٢٧ نيټه :
په دايکنډي ولايت کې د خاربيدک د منځني ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو.
د دايکنډي ولايت د پوهنې رياست سرپرست سيد مصطفى موسوي دباختر آژانس ته وويل: په دغې ودانۍ کې اته درسي او اداري خونې په پام کې نيول شوې دي چې د دولت له بودجې څخه د څه د پاسه لسو ميليونو افغانيو په لګښت د دايکنډي په مرکزکې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي او تر شپږو مياشتو پورې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د دايکنډي والي د دغې ودانۍ د بنسټ ډبرې د ايښودلو په وخت کې د ودانۍ د جوړولو د کيفيت غوښتنه وکړه او له اړوندو چارواکو څخه يې وغوښتل چې په دې لاره کې له زيات دقت څخه کار واخلي .
پاى جذ
0 1 دقیقه لوستل