کابل باختر د کب دمياشتې ١٨ :
يوه ډله غله نن دهرات ولايت ددرېمې امنيتي حوزې دپوليسو په عملياتوکې ونيول شول.
دغه غله دهرات ښار دلسمې ناحيې په مربوطاتو کې داستوګنې له يوه کورڅخه ونيول شول.
دهرات دپوليسو يوه مقام باخترآژانس ته وويل :دغه غله دغلودمشرپه مالدارمشهور دعبدالحکيم تر امر لاندې فعاليت کاوه چې له دوى څخه دوه موټرسايکلونه ، دبريښنا دوه ميترونه ، اووه سوه متره مزي ، ديارلس مبايلونه ، يو جاپاني بايسکل او يوشمير نور غلا شوي مالونه ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې : دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې پوليسو دنشه يي توکو يو مهم قاچاق وړونکى ونيوه.
دغه سړى دبادغيس ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ اوسيدونکى دى چې هرات ته درسيدو په وخت کې دشيدايي په سيمه کې ونيول شو او ترپوښتنې لاندى دى.
1 1 دقیقه لوستل