يوه څوارلس کلنه نجلۍ و وژل شوه
کابل باختردليندي دمياشتې ٢٩ :
يوه څوارلس کلنه نجلۍ تيره شپه دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دکندز ولايت په امام صاحب کې و وژل شوه.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتومسوول سيدسرور حسيني باختراژانس ته وويل وسله والو کسانو ددي په کور بريد وکړ او هغه يې و وژله .
دحسيني دڅرگندونوله مخې وسله والو کسانو دنجلۍ له پلار سره په تيلفوني اړيکه کې ويلي دي چې غوښتل يې هغه و وژني .
دکندز ولايت دښځو دچارو رييسې نادرې ګياه له باختراژانس سره دخبرو په ترڅ کې ددغې نجلۍ دوژنې عاملين په کلکه غندلي دي او دعاملينو دپيژندلو ، نيولو اودسزا ورکولو غوښتنه يې کړې ده.
په روان کال کې ديارلس نجونې اوښځې په کندز ولايت کې وژلي شوي دي.