يوه ځوانه ښځه په جوزجان کې ووژله شوه
کابل باختر د وري څلورمه :
په جوزجان ولايت کې يوه ځوانه ښځه ديرغلګرو په بريدکې ووژله شوه .
دغه دوه ويشت کلنه ميرمن پرون ناوخته د شبرغان ښار ته څېرمه د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا ووژله شوه .
د جوزجان ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې د دغې ميرمنې د وژنې په اړوند درې تنه نيول شوي دي .
تر اوسه پورې د دغې وژنې علت روښانه نه دى او په دې باب دپوليسو څيړنې پيل شوې دي .