کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
يوه نولس کلنه نجلۍ پرون په جوزجان ولايت کې ځان وژنه وکړه .
امنيتي مسوولينو باختراژانس ته وويل : دغه نجلۍ محصله وه او په شبرغان ښار کې په خپل کور کې يې ځان زندى کړې ده .
پوليسو ددغې پيښې علت کورنى تاوتريخوالي وباله . دمقتولې دکورنى يو غړى دباختراژانس خبريال ته وويل چې مقتولې له طبي درملو څخه دحساسيت له امله مړه شوې ده . خودمدني ټولنې فعالين هم په دې باور دي چې دغه ځوانه نجلۍ دکورني تاوتريخوالي له امله ځان وژلې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ