کابل باخترد لړم د مياشتې ١٦ :
دهرات ولايت په غوريانو ولسوالۍ کې يوه ځوانه ميرمن په مرموز ډول ووژله شوه .
سره له دې چې داسې ادعا ګانې کيږي چې ګنې دغه ځوانه ميرمن دخپل ميړه له خوا وژله شوې ده . په هرات ولايت کې مسوولين وايي چې په دې برخه کې پراخ تحقيقات پيل شوي دي .
دهرات ولايت دپوليسو يو مقام دباخترآژانس له خبريال سره په اړيکه کې په دې برخه کې دامنيتي مامورينو دڅيړنو دپيل خبر ورکړ.
ددغې ٣٢کلنې ميرمنې مړى غوريانو ولسوالۍ له اوغه کلي څخه روغتون ته ليږدول شوى دى.
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمدرفيق شيرزي ددغې ميرمنې دمړينې علت دده په بدن کلک ګوزارونه او وهل او ټکول بولي.
تراوسه پورې ددغې پيښې انګيزه نه ده مشخصه شوې .
0 1 دقیقه لوستل