امنیت

يوه پنځه کسيزه ډله وسله وال مخالفين په قندهار کې دسولې له بهير سره يوځاى شول.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
يو پنځه کسيزه ډله وسله وال مخالفين په قندهار ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
د قندهار دسولې د شورا رييس عطا الله احمدي باختر آژانس ته وويل  :
دغه کسان پخوا د قندهار ښار په شاوخوا سيمو او دشاه ولي کوټ په ولسوالۍ
کې په وسله والو فعاليتونو بوخت وو .
داحمدي دڅرګندونو له مخې :  دغو کسانو خپلې وسلې هم دولتي ځواکونو ته سپارلي  دي .

ددغې ډلې يو سرګروپ محمد موسي وويل  اوس چې له جګړې او ورور وژنې څخه
لاس اخستى دي او دامنيتي ځواکونو ترڅنګ دامنيت دتامينولو په خاطر فعاليت
کوو ، هيله لرم موږ ته دکار زمينه برابره شي چې خپل عادى ژوند له سره پيل کړو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته