کابل باختر دثوردمياشتې ٢٨ :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو پنځه تنه په بغلان کې د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولوپه تور ونيول.
د ملي امنيت د ا دارې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو يوه پنځه کسيزه ډله تروريستان چې د بغلان ولايت په مرکز او د دوشي او نهرين د ولسواليوپه مربوطاتوکې په بېلابېلو تروريستي او تخريبي فعاليتونوکې لاس درلود؛ د بي ام _ يو دوو توغنديو، يوه اندازه مهمات، کلاشينکوف او له يوکرولا موټر سره ونيول شول.
نيول شويوکسانو په خپلو ورانکارو او تروريستي عملونو اعتراف کړى دى .
2 د یوې دقیقې څخه لږ