کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
يوه پلار خپل ٣٥ کلن زوى تېره شپه په کاپيسا ولايت کې په ډزو سره وواژه.
د کاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سمونمل امان الله دباختر
آژنس خبريال ته وويل : دغه سړي خپل ځوان زوى هغه وخت د ښکاري ټوپک په ډزو سره وواژه چې نيمه شپه يې د کور په انګړ کې فکر وکړ چې غل دى او ډزې يې پرې وکړې او هغه يې وواژه .
د دغه هلک پلار د پيښمانۍ په څرګندولو سره وايي: د شپې په تورتم کې مې ونه کړاى شو خپل زوى وپيژنم .
1 د یوې دقیقې څخه لږ