روغتیا

يوه نسايي ولادي روغتون ته د روغتيايي تجهيزاتو ورکول

_ کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٨ :   
د هرات ولايت د حوزوي روغتون د نسايي او ولادي څانګې ته يوه اندازه روغتيايي تجهيزات ورکړ شول.
له دغو تجهيزاتو څخه به د ناروغانو د بسترۍ او جراحۍ په برخوکې کار واخيستل شي.
د هرات روغتون مسوولينو د دغو تجهيزاتو ټوله بيه لس زره ډالره اعلام کړل.
دغه راز د هرات ولايت د مرکزي روغتون آمر ډاکتر فوشنجي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه اداره هلې ځلې کوي چې د ولايت له  مقام  سره په همغږۍ  کې  بيلا بيلو برخو ته  نوي  لوازم  برابر کړي.
ډاکتر فوشنجي وويل ؛ آيساف دوى ته  ډاډ ورکړى دى چې په  نږدې راتلوونکې کې به  دهرات مرکزي روغتون  زيات روغتيايي لوازم په  واک کې ورکړي.
د رضايي نسايي او ولادي روغتون په هرات کې د ښځو لپاره يو ډيرمهم روغتيايي مرکزدى.
شميرنې ښيي چې په دې روغتيايي مرکزکې هره ورځ څه دپاسه سل طبيعي زيږونونه اود جراحۍ شل عمليات ترسره کيږي.    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته