کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
يوه نجلۍ پرون دفارياب ولايت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې ووژله شوه .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند کريم يورش باختراژانس ته وويل دغه نجلۍ چې درې ويشت کلنه او دپشتون کوټ ولسوالۍ اوسيدونکې وه ددې دګاونډي دزوى له خوا دکلاشينکوف په ډزو سره ووژله شوه .
يورش زياته کړه چې قاتل له خپل پلار او ورور سره له ساحې څخه تښتيدلى دى . ده زياته کړه چې دغه وژنه د کورني تاوتريخوالي زيږنده ده او دقاتل دموندلو او نيولو لپاره دپوليسو هلې ځلې پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ