نړۍ

يوه ناوې او د واده ميلمانه د پاکستان په لاهورکې تر ديوال لاندې شول

اسلام آباد ډ ان   باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
د پاکستان  په لاهور ښارکې د واده د يوه سالون د ديوال د نړيدو له امله پرون  د ناوې په ګډون  څه ناڅه شپږ تنه ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .
د  پاکستان د ډان ورځپاڼې  د  خبرله  مخې:  د دغې پيښې په  قربانيانو کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه  ديوال چې نوى جوړ شوى  و؛ د باران په  وخت کې ونړيد.
په همدې حال کې  سيمه ييزه اداره تحقيق کوي چې آيا د يوال  له عادي موادو څخه د استفادې په دليل نړيدلى دى او يا په کوم بل دليل ؟
د دغې پيښې په وخت کې يو زيات شمېر خلک د واده په مراسموکې حاضر وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته