امنیت

يوه ميرمن د خپل ميړه له خوا ووژل شوه

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
يوه ميرمن تېره شپه د خپل ميړه له خوا په بلخ ولايت کې ووژل شوه.
دبلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمرعبدالرزاق قادري باخترآژانس ته وويل: دغه ميرمن ديرش کلنه وه او د خپل ميړه عبدالجليل  له خوا د مزارشريف ښار د دويمې ناحيې په سياه ګردکوڅه کې له پړونې سره يې زندي کړې شوې او وژل شوې ده .
خبرځاى زياته کړه چې قاتل نيول شوى او په لومړيوتحقيقاتوکې يې په خپل جرم اعتراف کړى دى، خو تراوسه پورې ددغې وژنې اصلي علت نه ده روښانه شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د يوې بلې ديرش کلنې ښځې مړى پرون د بابه يادګار دکمربندپه ساحه کې دسيمې دپوليسو لاس ته وراغى چې ميړه يې هغه د تومانچې په ډزو سره وژلې او په خپله له ساحې څخه تښتيدلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته