ټولنه

يوه ميرمن د خپل ميړه له خوا ووژله شو

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٩
يوه ميرمن تېره شپه په کاپيسا ولايت کې د خپل ميړه له خوا ووژله شوه .
د کاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سمونمل امان الله د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوويشت کلنه ميرمن حکيمه چې دوه ماشومان لري؛ د کاپيسا ولايت د مرکز د زراعت په ساحه د خپل ميړه له خوا د چړو په ګوزار سره ووژله شوه.
د اوپراسيون آمر زياته کړه: قاتل له ساحې څخه تښتيدلى او د هغه د نيولو لپاره د پوليسو هلې ځلې پيل شوې دي . د دغې کورنۍ خپلوان د دغې پيښې علت کورنۍ تاوتريخوالي بولي.
د يادونې وړ ده چې دغه ميرمن په داسې حال کې وژل کيږي چې د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د مارچ اتمه د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ نمانځل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته