امنیت

يوه لس کسيزه ډله ځانمرګي يرغلګر په قندهار کې ونيول شول.

 کابل – باختر د ثور دمياشتې ١١
يولس کسيزه  ډله ځانمرګي يرغلګر د قندهار  ولايت  د  ملي امنيت دمنسوبينو
له خوا ونيول شول.
مسوولين وايي دغو يرغلګرو غوښتل ددغه جنوبي ولايت په ځينو سيمو ځانمرګي بريدونه ترسره کړي .
د قندهار ولايت دملي امنيت يوه  خبرځاى باخترآژانس ته خبر ورکړ  : دغه يرغلګر د ډيورند له کرښې اخوا په قندهار کې د يو لړ خونړيو  ترورستي بريدونو په ترسره کولو ګومارل شوي  وو .
تراوسه پورې  روښانه نه ده چې دغو يرغلګرو په کومو تاسيساتو دبريدنيت درلود.
ويل کيږي چې له  نيول شويو  يرغلګرو څخه ځانمرګي واسکټونه او نږدې ديرش
کيلوګرامه چاوديدونکي توکي  ترلاسه شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته