ټولنه

يوه سړي خپله ميرمن ووژله

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٤ :
دپوليسو يوه سرتيرى تېره شپه په فارياب ولايت کې خپله ميرمن ووژله.
دفارياب ولايت  د ريزف دپنځه سوه کسزې قطعې سرتيرى محمد خپله ميرمن ووژله او خپله مور  او  اوښى يې ټپيان کړل.
دميمنې ښار دپوليسو د دويمې حوزې آمر نظرمحمد باخترآژانس ته وويل:
ددغې پيښې اصلي انګيزه کورنۍ تاوتريخوالي دي او قاتل د پوليسو له خوا نيول شوى دى.
دميمنې ښار د ملکي روغتون موظف نوکريوال ډاکتر د يو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته