ټولنه

يوه سړى په هرات کې په ځان وژنې لاس پورې کړ خو وژغورل شو.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
يوه سړى چې  په  هرات ښارکې د کورني تاوتريخوالۍ له امله په  ځان وژنې  لاس پورې کړى و ، وژغورل شو .
د رارسيدلو خبرونو له مخې  :  دغه سړي  په ښکاره له خپلې ميرمنې سره له ناندرو وروسته په  ځان وژنې اقدام کړى دى .
دهرات ولايت داستيناف محکمې مرستيال ګل احمد رامش باختر آژانس ته وويل : چې دغه سړى   ديوه امنيتي ارګان کارکوونکى دى چې د  هرات ښار دلومړي لمبر پوستې په سيمه کې  ژوند کوي.
ويل کيږي چې دغه سړى  دوه  ميرمنې لري چې دچهارشنبې په شپه له خپلې دويمې ميرمنې سره له  ناندور وروسته په  خپل  بدن  د تومانچې په ډزو سره يې په  ځان وژنې اقدام کړى دى او  ټپۍ شوى دى .
دهرات داستيناف محکمې دغه مسوول وايي  چې دغه پوځي همدا  اوس په يوه روغتون کې بستر دى او روغتيايي  حالت يې د ډاکترانو له خوا مخ په  ښه والي  بلل شوى دى .
ويل کيږي دا لومړى ځل دى چې  په  روان کال کې يو سړى دکورنۍ تاوتريخوالي له امله په ځان وژنې  اقدام  کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته