يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي کشف شول
کابل /دغويي ١٦مه /باختر
يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي چې ټاکل شوې وه د ډار اچوونکو ډلو په وا ک کې ورکړل شي د افغانستان په ختيځ کې کشف شول.
دغه چاوديدونکي توکي پرون ناوخته د کوز کونړ ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ملي امنيت د ځواکونو په عملياتو کې کشف اوترلاسه شول.
د دغو چاوديدونکو توکو په اړوند يوتن نيول شوى دى.
د رارسېدلوخبرونوله مخې؛ نيول شوى سړى دغه چاوديدونکي توکي په ماهرانه ډول په يوبار وړونکې موټر کې ځاى پرځاى کړي وو .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې دغه چاوديدونکي توکي ١٧٠٠ کيلوګرامه دي.
هغه دا ونه ويل چې دغه چاوديدونکي توکي په کومې تروريستي ډلې پورې مربوط دى.
تروريستي ډلې زياتره چاوديدونکي توکي له پاکستان څخه ترلاسه کوي اوله هغوڅخه بمونه ، ماينونه اوځانمرګي واسکټونه جوړوي اوپه افغانستان کې يې په خپلوبريدونوکې کاروي.
ختم- ج –ا