فرهنګ

يوه راډيو په پروان کې پرانستل شوه

کابل/باختر/ دچنګاښ ٤مه :
بوستان سبز راډيو پرون په پروان کې په خپرونو پيل وکړ.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ ددغې راډيو دپرانستلو په مراسمو کې  دبوستان سبز شرکت رييس محمد نعيم عطارد ددغې راډيو په جوړولو کې ددولتي بنسټونو  دهمکاريو له امله مننه وکړه  او هېله يې څرګنده کړه  چې دغه راډيو وکولاى شي  دنوي کرنيز سيستم په رواجولو کې اغېزمن کارترسره کړي.
دپروان داطلاعاتو اوفرهنګ رييس د بيان آزادي ، داطلاع رسونې پراختيا  او د آزادو  او پراخ بنسټو رسنيو  جوړول  د حکومت له مهمو برياليتوبونو څخه وبلل او ويې ويل ؛ چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت داطلاع رسونې بهير د ودې او ګړندي کولو ، دډله ييزو رسنيو د جوړولو او دخبريالانو دملاتړ په برخه کې له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي او درسنيو اوخبريالانو په تېره بيا دبوستان راډيو ملاتړ کوي .
دبوستان سبز شرکت دبورد رييس پوهاند محمد اکرم فاضل ددغې راډيو دجوړولو  هدف  په هېواد کې  دتخنيکي اوعلمي کرنې پراختيا وبلله  اوپه نږدې راتلونکي کې يې دتخنيکي اوزراعتي  تخصصي پوهنتون دجوړولو خبر ورکړ.
  په پاى کې هغه تنديسونه  چې په پام کې نيول شوي و دبوستان سبز شرکت پر مخکښو کارکوونکو ووېشل شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته