يوه دوه ويشت کلنه نجلۍ ووژل شوه.
کابل- باختر د مرغومي شپږمه:
دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې پرون يوه دوه ويشت کلنه نجلۍ ووژل شوه .
دشمشاد د٢٠٢ ساحوي زون د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
دغه نجلۍ دخوږياڼيو ولسوالۍ په ادور سيمه کې د ناپيژندل شويو کسانو له خوا وژل شوې ده.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د دغې نجلۍ مړې دغرمې په دولسو بجوکې دپوليسو له خوا لاس ته ورغې او عدلي طب ته ليږدول شوې دي او په سيمه کې دپوليسو څيړنې دوام لري.
ديوبل خبرله مخې: دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون دڅوارلس جريبه ځمکې په ساحه کې کړل شوى کوکنار واړول شول.