يوه دولتي هيئت د ډيورند په کرښه کې دپاکستان له خوا داستحکاماتو دجوړولو څرنګوالي وڅيړه.

کابل _ باختر د وري څليرويشتمه :
يو دولتي هيئت دننګرهار ولايت دګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دډيورند دکرښې سرحدي سيمې ته لاړ چې د نويو استحکاماتو او ودانيو دجوړولو په اړوند چې ويل کيږي دپاکستاني پوځيانو له  خوا په دغې سيمه کې دجوړيدو په حال کې دى وڅيړي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي ددغه هيئت مشرتوب دکورنيو چارووزارت دسرحدي پوليسو رييس پاسوال ګل نبي احمدزي په غاړ ه لري چې په ترکيب  کې يې  دنورو اړوندو ادارو استازي  غړيتوب  لري .
هيئت دننګرهار له والي ګل اغاشيرزي  او ددغه ولايت له نورو سيمه ئيزو مسوولينو سره وکتل او دډيورند دکرښې په کوڅري  سيمه کې چې دکوشتې ولسوالۍ په ختيځ کې موقعيت لري او پخوا دپاکستاني پوځيانو له خوا دنويو ودانيو دجوړولو کار پکې دوام لري ساحې وکتلې .
هيئت دې نتيجې ته رسيدلي دي چې دپاکستان سرحدي ځواکونوله مخکني تفاهم اوهمغږۍ پرته دډيورند دکرښې په دې سرحدي سيمه کې  ديوې دروازې په جوړولو لاس پورې کړى دى .
هيئت پاکستاني لورى دې ته اړ کړ چې ددروازې دجوړولو کار بند کړي او دغه مسئله  دې دپوځي همغږۍ دمرکز له خوا چې ددواړو هيوادونو ترمنځ فعال  شوى دى وڅيړي او هغې ته دې دحل لاره ولټوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته