امنیت

يوه تروريستي شبکه په قندهار کې وپيژندل شوه او افراد يې ونيول شول .

کابل باختردلړم شپږمه :
يوه څلور کسيزه تروريستي شبکه په قندهار ښار کې وپيژندل شوه  او غړي يې  ونيول شول .
  دملي امنيت دادارې  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  ددغې ادارې موظفينو  ديولړ عملياتو په بهير کې دطالبانو  په ډلې پورې اړوند ديوې څلور کسيزې  تروريستي شبکې  سرګروپ  رحمت الله ، دمحب الله  ،  محمد سليم  او دجاويد احمد په نومونو  له دريو تنو افرادو سره يې  په قندهار ښار کې  ونيوه .
په  دوى  په قندهار ښار او داړوندو ولسواليو په مربوطاتو کې  دزياترو ورانکارو تروريستي فعاليتونو او د مخورو کسانو ،عالمانو او دقومي مشرانو  دترور  تور لګول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته