امنیت

يوه بې پيلوټه الوتکه را وغورځيده

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
يوه بې پيلوټه الوتکه  پرون له غرمې وروسته په باميانو ولايت کې  راغورځيدلې ده
دغه الوتکه  دنامعلومو دليلونو له امله   دشيبر ولسوالۍ  دپاى موري په کلي کې
له غره سره يې ټکر کړى دى   او اور يې اخيستى دى.
تراوسه پورې روښانه  نه ده چې دغه  پيلوټه  جنګي الوتکه دکوم هېواد په پوځيانو پورې  اړه .
دباميانو دولايت يو امنيتي مسوول  دباخترآژانس خبريال ته وويل : چې په دې پيښه کې  چاته زيان نه دى اوښتى .
ده  دسيمې له اوسيدونکو څخه وغوښتل چې الوتکې ته   نږدې نه شي ځکه ددعه دڅرګندونو له  يو توغندى په  الوتکه کې شته او دهغه دچاودني امکان شته.
دباميانو امنيتي مسوولينو  دوسله والو طالبانو په ګډون  دتروريستي ډلو  ه راز
احتمالي بريد ددغې الوتکې  په را غورځيدو کې ردوي  او  وايي چې  په دې باب
څيړنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته