يوه اووه کسيزه ډله وسله وال طالبان له دولت سره يوځاى شول .
کابل _ باختردثور اوولسمه :
دملاياسين په مشرۍ يوه اووه کسيزه ډله وسله وال طالبان پرون په هرات ولايت کې له دولت سره يوځاى شول .
دلويديځ زون دپوليسو ويندوى عبدالروف احمدي باختراژانس ته وويل، ملا ياسين له شپږو تنو افرادو سره يې چې پخوا دچشت شريف په ولسوالۍ کې ددولت پرضد و، دسولې له بهير سره يوځاى شو .