امنیت

يوه اندازه وسلې او مهمات دملي اردو دځواکونو لاسته ورغلل.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٧
دملي اردو منسوبينو نن دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دچاڼيزو  عملياتو په بهير کې يوه اندازه چاوديدونکې توکي او وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړل.
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په ترلاسه شويو توکو او وسلو کې يو ځانمرګى واسکټ ،  يو اندازه وسلې ، يوه اندازه چاوديدونکي توکي ،لاسي بمونه او يوه  مخابره شته.
دغه راز دملي اردو منسوبينو دبدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپلټنې دعملياتو په ترسره کولو سره  درې کلاشنکوفونه ، يوه مخابره او د هاوان درې ماينونه هم  ترلاسه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته