امنیت

يوه اندازه وسله او مهمات ترلاسه شول

 کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٧:
د افغان امنيتي ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې   دپروان ولايت په مربوطاتو کې ترسره شول يوه اندازه وسله او مهمات کشف اوترلاسه شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دمطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن شرين آقا  فقيري دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دافغان ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې دپروان ولايت   دجبل السراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول ١٣  کلاشينکوفونه ، ٩ کله کوفونه ، ٤ ګرينوف ،٤  ميله  ام _ ٤ امريکايي وسله  ، ٧٣ ډول ډول تومانچې او يوه اندازه مهمات کشف اوترلاسه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته