امنیت

يوه اندازه مهمات ترلاسه شول

کابل باختردوري دمياشتې ٣١ :

دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ امنيتي مسوولينو نن يوه اندازه مهمات ترلاسه کړل.

دپروان ولايت  دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال ضياالرحمن باختراژانس ته وويل  په ترلاسه شويو مهماتو کې دبي ام  _ ٤٠  دوه ماينونه  ، دداشکي څلور سوه ګولۍ ، دزيکو يو څه دپاسه پنځه سوه ګولۍ ، دټانک  دګوليو  لس سرګلولۍ ، دها وان دوه ماينونه  او دکلاشنيکوف يوه اندازه ګولۍ شته چې دچاريکارو ښار په مربوطاتو کې  ترلاسه شوي دي.

خبرځاى  وويل  دبي ام  _ ١   توغندي يوماين چې دکوريا په کمپ باندې دتوغولو په مقصد دچاريکارو ښار ددويمې امنيتي حوزي په ساحه کې ځاى پرځاى شوى  و نن دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو له خوا کشف شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته