امنیت

يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شول .

کابل باختردتلي شپږويشتمه :
دننګرهار ولايت  دسره رود  دولسوالۍ  دامنيتي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې په يوه کور کې يوه اندازه جنګي  وسايل کشف او ترلاسه شول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار  حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې دمديريت ځواکونو دپلټنې  په هغو عملياتو کې چې دسره رود دولسوالۍ دچارباغ صفا په ساحه کې په يوه کور کې  ترسره کړل  په يوه کور کې يو کلاشينکوف  او له شارژور او ډول ډول ګوليو سره يې څلور تومانچې ترلاسه کړې .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دقضيې په تور دګلبهار  په نامه دکور خاوند دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى او له ده څخه پوښتنې او تحقيقات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته