نړۍ

يوه امريکايي ميرمن له القاعده سره دهمکارۍ په جرم په لس کاله بند محکومه شوه.

واشنګتن- نړيوالې خبري منابع – باختر دمرغومي دمياشتې ١٧
دامريکا دفلادلفيا ايالت دڅارنوالۍ مرستيال اعلام وکړ چې دکالين لاروز او دفاطمې لاروز  په مستعار نامه يوه  پنځوس کلنه ښځه دالقاعده له ځواکونو سره دهمکارۍ او ديو سويډني انځورګر دوژلو لپاره دهلو ځلو په  جرم په  لس کاله بند محکومه شوه.
جينفر ويليامتر له خبريالانوسره په خبرو  کې څرګنده کړه  چې کالين   لاروز  په ٢٠٠٩کال کې له القاعده سره دهمکاري په تور نيول شوې او بندي شوې ده .
ده  زياته کړه  ددغې امريکايي ميرمنې دتور يو بل مورد داسلام دپيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص)  د جوړولو دسپکاوې په دليل ديو سويډني انځور ګر دوژلو لپاره هلې ځلې دي .
دفلالفيا دڅارنوالۍ مرستيال څرګنده کړه د کالين لاروز لومړنى  حکم ابدى  بند و خو دالقاعده ديوشمير غړو دپيژندلو لپاره له امريکايي ځواکونو سره د دې د همکارۍ  له امله په مجازاتو کې دتخفيف سبب شو او دمحکموميت موده يې لسو کلونو ته ټيټه شوه.
ده وويل کالين لاروز دخپل بند څلور کلونه تير کړي دي او تر شپږ کلونو پورې به له بند څخه خوشې شي
دګاردين ورځپاڼې دتير کال په لړم مياشت کې ددغې ښځې دنيولو په باب لکيلي و چې د ادوارد اسنودن  له خوا افشا شويو سندونه   ښيي چې د  اف بي آى  مامورينو دکالين لاروز دانټرنټي اړيکو د اوريدو له   لارې له القاعده سره   ددې د   اړيکو او دسويډني انځورګر د وژلو په توطيې خبر شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته