يوه اته کسيزه ډله جنايتکاران ونيول شول .

کابل باختر دوږې  اوومه :
يوه اته کسيزه ډله وسله وال جنايتکاران تيره شپه  په کندز ولايت کې ونيول شول .
  يوله دغو جنايتکارانو څخه له امنيتي ځواکونوسره په  نښته کې ووژل شو او  اووه تنه نور يې ونيول شول .
  دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سيدسرور حسيني دباختر اژانس  خبريال ته وويل دغه کسان دقوماندان شمسو په مشرۍ  ديوې کورنۍ دڅو تنو غړو دعلني وژنې ، وسله والې  غلا او په امنيتي  پوستو دبريد په تور  دپوليسو تر څارنې  لاندې وو .
  يوه اړونده خبرځاى وويل  دغه کسان  له وسلو سره يې ونيول  شول او نن سهار دوژل شويو کسانو دکورنيو غړي امنيه قوماندانۍ ته ورغلل   او ددغې قوماندانۍ   ددغه اقدام له امله قدرداني  په ترڅ کې  يې دغو وژونکو ته دسختو مجازاتو غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته