کابل/ د ليندۍ ٤مه/باختر
ټاکل شوې ده په افغانستان کې د يونېسف دفتر په هرات کې بې ځايه شويو ماشومانو ته ښوونځى جوړ کړي.
په هرات کې د يونېسف د ولايتي دفتر مسوولينو د هرات له والي عبدالقيوم رحيمي سره په کتنه کې د دغو ودانيو جوړول، مناسب درسي ځاى ته د ماشومانو لاسرسى اعلام کړ.
ټاکل شوې ده په دغو ودانيوکې ماشومانو ته د زده کړې د ټولو امکاناتو او مناسب تجهيزات برابر شي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د هرات والي ماشومانو ته د ښوونحي د ودانۍ د جوړولو له طرحې څخه په هرکلي سره اړوندو مراجعو ته لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې همکاري وکړي .
ختم- ج -اکرم