کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢١ :
يوناما يا په کابل کې د ملګرو ملتو د سياسي نمايندګۍ دفتر په دې ترڅ کې چې ددغې ادارې په کارکوونکو بريد له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه وبلله؛ د ميرمن تورپيکۍ الفت د وژنې په باب يې دتحقيقاتو غوښتنه وکړه.
د يوناما د ساحوي دفترکارکوونکې ميرمن تورپيکۍ الفت پرون په قندهار ښارکې د دوو موټر سايکل سپرو له خوا ووژله شوه .
يوناما دغه افغان ميرمنه په خپل هېوادکې يې د بشر د حقوقو سخته مدافع بللې ده. په داسې حال کې چې دا له امنيتي ګواښونو خبره وه او له ډار پرته يې خپلې دندې ته يې دوام ورکاوه .
يوناما په خپلې اعلاميې کې ويلي دي چې ميرمن تورپيکۍ د ځوانانو د ودې لپاره مناسب پلانونه درلودل او د نويو پروګرامونو په باب يې نظر ورکاوه .
يوناما د دغې ادارې په کارکوونکو بريد له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه بولي.
دغه راز ويل شوي دي چې د ملګرو ملتود سازمان سرمنشي بان کي مون دميرمن تورپيکۍ الفت د وژلو له امله سخت خواشينى شوى دى او په دې برخه کې د سملاسي تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.
0 1 دقیقه لوستل