يومزدورکار دطالبانوله خواپه ډزو سره ووژل شو

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٦ :
طالبانو يو سړي چې ويل کيږي  مزدورکار و  په نورستان ولايت کې په ډزو سره وواژه .
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ يرغلګرو نن سهار په برګ مټال ولسوالۍ کې  په يوه صحرايي محکمه کې دغه سړى په ډزو سره وواژه .
دبرګ مټال ولسوالۍ يو سيمه ييز مشر چې دنامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه باخترآژانس ته وويل ؛  دغه سړى  دبرګ مټال ولسوالۍ اوسيدونکى و   او دمزدورۍ لپاره دجلال آباد ښار ته تللى و  خو دراستنيدوپه وخت کې دطالبانو له  خوا ونيول شو اودسيمې دخلکوپه وړاندې په ډزو سره ووژل شو.
ده وويل : طالبانو په دې  تور چې دغه سړى پوځي دى  هغه يې په ډزو سره وواژه دهېوادپه ختېځ کې  دسرحدي پوليسو يو قوماندان هم دغه پيښه تائيد کړه او ويې ويل چې دغه سړى مزدور کار و. له دغه سړي څخه   درې  کوچني ماشومان  او دهغه ميرمن پاتې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته