يوماين ښخوونکى په لوګر کې ووژل شو
کابل باختر د کب دمياشتې ٢٩ :
په لوګر ولايت کې پرون يو ماين ښخوونکى طالب ووژل شو.
د لوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ د طالبانو د يو تن سرګروپ قاري صبغت دډلې غړى قاري جلندرچې غوښتل يې د لوګرولايت دمحمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار په کلي کې ماين ښخ کړي ، چې دماين دچاودنې له امله ووژل شو.