يوشمېر سوداګرو او صنعتکارانو خپلې ستونزې د صنعت او سو داګرۍ وزارت له مرستيال سره شريکې کړې
کابل/ د کب ١١ مه / باختر
د کابل او بلخ یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو خپلې ستونزې د سوداګرۍ او صنعت وزارت له مرستیال مولوي قدرت الله جمال سره شریکې کړې.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په دې کتنه کې یادو سوداګرو او صنعتکارانو په هېواد کې دننه د اسعارو د راکړې ورکړې په اړه خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.
وروسته مولوي قدرت الله جمال وویل، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرو او صنعتکارانو همکار دی او ژمنه یې وکړه، چې له اړوندو ادارو سره به د دوی ستونزو ته د حل لاره ولټوي.
د کتنې په پای کې د فابریکو خاوندانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ته بلنه ورکړه چې د دوى له فابریکو څخه لېدنه وکړي.
\ ذ