۳۸- کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ نن د رسانه يي سرغړونواوشکايتونو د څيړنې کميسيون غونډه وکړه
د باختراژژانس د خبر له مخې ؛ په دې غونډه کې د کميسيون غړو پنځه رسانه يي شکايتونه او سرغړونې چې د يوشمېر دولتي اوخصوصي بنسټونو له خوا کميسيون ته رسيدلي و ، وڅيړل شوې .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست په داسې حال کې چې د سرغړونو او شکايتونو اړونده لورې هم د کميسيون په غونډه کې حاضر و ، د رسانه يي سرغړونو او شکايتونو په څيړنه کې د رسانه يي سرغړونو او شکايتونو د څيړنې د کميسيون د کاري شفافيت او د صلاحيتونو د حدودو په اړه معلومات ورکړل .
دغه راز د شکايتونو اړونده لوري خپل پيشنهادونه په حضوري ډول هم کميسيون ته وړاندې کړل .
په همدې ترتيب د کميسيون غړو د هر شکايت له څيړنې وروسته د کميسيون د طرزالعمل او صلاحيتونو له مخې د رسانه يي سرغړونو اوشکايتونو په اړه لازمې پريکړې وکړې .
ختم_ج- اکرم
10 1 دقیقه لوستل