کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د پوهنې وزارت د کابل ښار يوشمېر خصوصي ښوونځيو ته چې د دغه وزارت له پرېکړو څخه يې سرغړونه کړې وه، د لارښوونې ليکونه صادر کړي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کابل ښار د پوهنې رياست د څارنې او ارزونې ډلې د څېړنې په بهير کې ٢٣٥ خصوصي ښوونځي چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې فعاليت کوي او سرغړونې يې کړې وه او د درسي خونو د تودولو سيستم د نه لرلو، د ليندۍ د بشپړ فيس د اخیستلو له وخت څخه د مخکې آزموينې د اخیستلو او له ټاکلې مودې مخکې د زده کوونکو د رخصت کولو په ګډون د پوهنې وزارت د مشرتابه د پرېکړو پرخلاف عمل کړی و، د پوهنې وزارت دغو ښوونځيو ته په رسمي ډول د ليکونو له لارې لازمې لارښوونې صادرې کړې دي.
دغه راز د تعليمي حوزو د څارني ډلو د کابل ښار د خصوصي ښوونځيو د څېړنې په بهير کې د موجودو سرغړونو په اړه د دغو ښوونځيو مسوولينو ته لارښوونې وکړې او له هغوی څخه يې استحضاري هم اخیستې ده.
ختم-ج -اکرم
1 1 دقیقه لوستل