فرهنګ

يوشمير نقره يي سکې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته وسپارل شوې

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٧
دسپينو زرو يوسلو يواويا سکې نن  دعينکو دمسکو د کان دمحافظت غنډ دقوماندان له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي ته وسپارل شوې . 
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې :  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي ددغو آثارو د ترلاسه کولو په وخت کې دعينکو د مسکو کان دمحافظت  غنډ دقومانداني له موظفينو څخه دقدردانۍ په ترڅ کې وويل ترلاسه شوي آثار د بابري لړي  دمشهورو شاهانو د شاه جهان په دورې  يعني داوولسمي پيړۍ  په پيل پوري مربوط دي .
خليلي زياته کړه ، دهيواد امنيتي ځواکونو له دې جملې څخه دعينکو دمسو دکان محافظت  غنډ اودکورنيو چارو وزارت د عامه محافظت معينيت تل دلرغونو آثارو دقاچاقو د مخنيوي اودتاريخي ساحو دسا تلو په لاره کې داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره همکارۍ کړې ده .
دغه سکې دعينکو دمسکو کان د محافظت غنډ دقوماندان سمونوال محمدنسيم مسعودي له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين ته  وسپارل شوې  او فرهنګي معين په داسې حال کې چې دلرغون پوهني رييس عبدالقدير تيموري هم حاضرو دغه سکې دساتلو په مقصد دملي موزيم رئيس عمراخان مسعودي ته وسپارلې .
دغه آثار دماين پاکونکو له خوا دلوګر دعينکو دمسکو کان له شاو خوا ساحو څخه ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته