امنیت

يوشمير مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
  دملي اردو دمنسوبينو  په هغو چانيزو عمليات کې چې نن دزابل ولايت په مربوطاتو کې  ترسره شول، څلور تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات دزابل ولايت دشملزو  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ترسره شول .
ديوبل خبر له مخې، دملي اردو دمنسوبينو په هغو فعاليتونوکې چې دسمنګانو ولايت دحضرت سلطان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يو تن بل ټپي شو او يوه اندازه وسله  اومهمات دملي اردو دمنسوبينو لاس ته ورغلي دي .
په يوبل خبر  کې ويل شوي دي ، دنيمروز ولايت  ددلارام  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  نن دملي اردو دمنسوبينو  دچاڼيزو عملياتو په بيهر کې  يو نوي ريموټ کنترول  ماينونه ، دماين شنډولو  درې اتيا فيوزونه ، اتيا فشاري کپسولونه  دماين  ٩٤٠ پتاقۍ او دماين ٣٦٤ فيوزرونه دملي اردو د منسوبينو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته