کابل باختر د تلي لسمه :
يوسلو پنځه ديرش تنه ساتنمنان نن په پکتيا ولايت کې دپوليسو له روزنيز مرکز څخه فارغ شول .
د پکتيا له ولايت څخه دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې : دغو ساتنمنانو په پوځي اومسلکي برخوکې له څلور مياشتنۍ زده کړې وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
په جنوب ختيځ زون کې دپوليسو د روزنيز مرکز قوماندان جنت ميرځاځى باختر آژانس ته وويل : دغه مرکز په ١٣٨٢ کال کې جوړ او تراوسه پورې په ديارلسو دورو کې دوه ويشت زره څلور سوه تنه ورڅخه فارغ شوي دي او اوس درې سوه شپږ اتيا تنه په دغه مرکز کې په مسلکي زده کړو بوخت دي .
دپکتيا امنيه قوماندان په خپلو خبرو کې له فارغانو څخه وغوښتل چې په خپلو دندوکې هلې ځلې وکړي او دقانون په تطبيقولو کې همکاري وکړي .
1 1 دقیقه لوستل