امنیت

يوسړي په سرپل کې خپله ځوانه ښځه د هغې دميراثي جايداد پر سر وواژه.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
په سرپل ولايت کې يو سړي د  خپل ورور او خور په  همکارۍ  خپله ځوانه ښځه
دهغې دميراثي جايدادونو د غصبولو په خاطر  وواژه.
دغه  پيښه   پرون  ناوخته د  سانچارک ولسوالۍ د لرک په سيمه کې هغه  وخت رامنځته شوه چې بي بي مالدارې خپل  ميړه ته دخپل پلرني  جايدادونو دواک له ورکولو څخه ډ ډه وکړه .
پوليس وايي چې ددغې ځوانې ښځې ليور او نندور يې  نيولي دي خو دهغې ميړه په تيښتې بريالى شوى دى .
د سرپل ولايت امنيه قوماندان جنرال نور حبيب نور باختر آژانس ته وويل :
چې  د دغې ښځې  ليوره  او نندور يې  هغه  په  بې رحمۍ  په  چړو سره   وژلې ده.
جنرال نور وويل :  دبي بي مالدارې  ميړه هغه  په  زور سره د دې د پلار دجايدادونو دواک ورکولو ته اړ ايستله  خو کله چې خپلې هيلې ته  ونه   رسيدهغه يې په   چړو
سره ووژله .
په  همدې حال کې د  سرپل په يو روغتيايي مرکز  ډاکتران    وايي يرغلګر  په   بى رحمۍ سره دچړو په ګوزارسره د دغې ښځې ګيده  تر ستوني  پورې څيري کړې ده .
دسرپل ولايت دښځو چارو ريسې نسيمې  آرزو  هم ددغې ښځې  وژل  تاييد کړ .
دې وويل  ، ددغې ځوانې ښځې له پلار څخه زيات جايداد پاتې و  چې  ميړه يې په شکنجې سره  غوښتل هغه  دې ته  اړ باسي چې دغه جايداد دهغه په نامه کړي خو کله چې دغې  ښځې له دغه کار څخه ډ ډه وکړه  دخپل ورور او خور په همکارۍ يې  هغه  ووژله .
په همدې  حال کې امنيتي ځواکونه  وايي ددغې ښځې د ميړه د نيولو لپاره هڅې پيل کړي دي.
له بله پلوه دسرپل  د ښځو دچارو رييسه او دبشر دحقوقو مدافع مرکزونه  په دغه ولايت کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالى  د زياتوالي  له امله انديښنه څرګنده کړې ده او له دولت څخه يې وغوښتل چې د بي بي مالدارې د وژنې عاملانو ته  سزا ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته