کابل باختر دوږي پنځمه :
يوسړى په کندز کې تيره شپه ديوسړى له وژنې وروسته ونيول شو .
دکندز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني باختراژانس ته وويل چې سيد غريب له هغه وروسته ونيول شو چې دامام صاحب ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دامريت کارکوونکى عبدالکريم يې دکندز ښار په شپږم ناحيه کې شهيد کړ او دوه تنه ملګري يې ټپيان کړل .
نورستاني زياته کړه چې قاتل دسيمې دخلکو په همکارى لاس په لاس دپوليسو له خوا ونيول شو او په لومړنى تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف وکړ .
ختم_ عطاالله _ اکرم