امنیت

يوسړى په هلمند کې دطالبانوله خوا په صحرايي محکمه کې اعدام شو

 دلښکرګاه ښار باختر دتلې دمياشتې ٢٠  نيټه  :
وسله والو طالبانو په صحرايي محکمه کې يو سړى په دار وځړاوه .
دغه سړي ديو ماشوم په تښتولو لاس پورې کړي و .
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ وسله والو طالبانو دغه سړى يې  نن سهار دانسان تښتونې په تور دنادعلي ولسوالۍ دپنجشبه بازار په سيمه کې دلسګونو خلکو په وړاندې دبريښنا د ستنې د پاسه وځړاوه .
د هلمند ولايت يوه سيمه خبرځاى  له  باختراژانس سره په اړيکه کې دغه  خبر تائيد کړ.
ده وويل د طالبانوپه ډلې پورې وسله والو کسانو  دغه سړي يې له نيولو وروسته دلسګونو خلکو دسترګوپه وړاندې په يوه صحرايي محکمه کې  په دار وځړاوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته