امنیت

يوسړى له يوې اندازې نشه يي توکو سره په ننګرهار ولايت کې ونيول شو

کابل باختر دوږي  دولسمه :
يو سړى له يوې اندازې نشه يي توکوسره په ننګرهار ولايت کې ونيول شو .
دغه سړى کله چې غوښتل په لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکي له کابل څخه د ننګرهار ولايت د مارکو بازار ته وليږدوي؛ ددغه ولايت د بهسودو ولسوالۍ  د ثمرخيلو په ساحه کې ونيول  شو.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال د باخترآژانس خبريال ته وويل چې نيول شوي سړي د نشه يي توکو انډي په مهارت سره په يو موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې چې هغه له کابل څخه د مارکو بازار ته وليږدوي.
مشرقيوال وويل چې له دغه سړي څخه په لسګونوکيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
د يوبل خبر له مخې:
په تيرو څليرويشتو ساعتوکې شپږ تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور د ننګرهار ولايت دامنيتي مامورينوله خوا دکابل _ تورخم په لويه لاره کې نيول شوي دي .
  پوليس وايي چې له دغو کسانو څخه په لسګونوکيلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
له بلې خوا هم د ننګرهار ولايت پوليس وايي چې په تيرو څلور ويشتو ساعتوکې ١٧ تنه د غلا، وژنې، د نشه يي توکو د پلورنې او د سندونو د جعل په ګډون د جنايي جرمونو په تور نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته