يوسړى له وسلو اومهماتو سره ونيول شو .
کابل باختر د مرغومي څلورمه
دنيمروز ولايت پوليسو پرون يو تن دوسلو دقاچاقو په تور ونيوه .
دغه سړى دزرنج په ښار کې دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو دمنسوبينو په عملياتو کې ونيول شو .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسوين آمرسمونوال عبدالحميدناصر باختر اژانس ته وويل دغه سړى له پوليسو سره له نښتې وروسته له اتو تومانچو، يوې ماشينګڼې او يوې اندازي مهماتو سره په خپل کور کې ونيول شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه سړى غوښتل چې وسلې اومهمات له هيواد څخه بهر ته دقاچاقو په توګه وليږدوي .
ديوبل خبر له مخې دوه تنه دپوليسو له خوا د نيمروز ولايت په مربوطاتوکې دشپږکېلوګرامو اپينو دقاچاقو په تور ونيول شول .
خبر ځاى زياته کړه دغه سړى هغه وخت دکنک ولسوالۍ په کورکې سيمه کې ونيول شوچې شپږ کېلوګرامه اپين يې په يو تيويتا ډوله موټر کې ځاى پرځاى کړي وو .
ويل کږي چې دغه کسان دپوليسو له خوا نيول شوي دي او په خپل جرم يې اعتراف کړي دي .