يوسړى دشلو کيلوګرامو چرسو دليږلو په وخت کې ونيول شو .
کابل باختر د وري پنځمه :
دنشه يي توکو يو قاچاق وړونکي دپوليسو له خوا په بغلان ولايت کې ونيول شو . دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر دباختراژانس خبريال ته وويل قاچاق وړونکى چې شل کيلوګرامه چرس يې په بدخشان ولايت کې بار کړى و او غوښتل يې کابل ته وليږدوي پرون مازيګر دپلخمري ښار دشمرق دپلټنې په پوسته کې له پيژندولو وروسته دپوليسو له خوا ونيول شو .
خبرځاى زياته کړه نيول شوى کس له کرولا موټر او چرس سره يې دکابل امنيې قوماندانۍ ته سپارل شوى دى .