يوسيمه ييز پوليس شهيد کړاي شو.
کابل باخترمرغومي دمياشتې ١٣ :
دپروان ولايت په شينواري ولسوالۍ کې دسيمه ييزو پوليسو په يوې امنيتي پوستې دوسله والو مخالفينو دبريد له امله يو سيمه ييزپوليس شهيد کړاي شو.
دشينواري ولسوال قاضي صاحب زاده ګل طارق باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تيره شپه ددغې ولسوالۍ دنمک اب په سيمه کې دسيمه ييزو پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ چې له امله يې يوسيمه ييز پوليس شهيد شو.