يوسيمه ئيز پوليس ووژل شو .

کابل باختر د مرغومي شپاړلسمه :
دبدخشان ولايت په يوه واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله يوسيمه ئيز پوليس ووژل شو .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال سخي داد حيدري دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه پيښه هغه وخت دکشم ولسوالۍ په پاورزن سيمه کې رامنځته شوه چې دسيمه ئيزو پوليسو رنجر موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
حيدري زياته کړه چې په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي