امنیت

يوسلو شپيته کيلوګرامه اپين کشف شول

-کابل باختر د لړم  يوولسمه :
يوسلوشپيته کيلوګرامه اپين پرون په نيمروز ولايت کې کشف او د هغو د ليږدونې په توردوه تنه ونيول شول .
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مدير محمد حسين هاشمي باختر آژانس ته وويل: دوو تنو١٦٠کيلوګرامه اپين په يو ټانکرموټرکې په مهارت سره ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې هغه ايران ته وليږدوي چې د وريښمو پله په ساحه کې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د پوليسو له خوا کشف او ترلاسه شول.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې، نيول شوي کسان تر پوښتنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته